topbar 10 10px1

د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

د افغانستان د ملي مقاومت جبهې منشور

 اسد ۱۴۰۱ 

بسم‌ الله الرحمن الرحیم 

الحمد لله وحده، والصلاة والسلام على من لا نبي بعده

أُذِنَ لِلَّذِينَ يُقَاتَلُونَ بِأَنَّهُمْ ظُلِمُوا ۚ وَإِنَّ اللَّهَ عَلَىٰ نَصْرِهِمْ لَقَدِيرٌ

هغو کسانو ته چې مظلومانه پرې برید شوی؛ د دفاع او جهاد اجازه ورکړل شوې او خدای هغوی ته د بریا ورکولو توان لري.

د سپیڅلي مقاومت په لاره کې مظلومو شهیدانو پاکو ارواحو ته د دعا په وړاندې کولو سره چې په دې لاره کې یې سرونه قرباني کړي او د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ او د مقاومت ځواکونو د میړانې، زړورتیا او سرښندنو په ستاینې سره چې د لوړو غرونو سنګرونو کې دي او سیاسي او مدني فعالان په تېره بیا ښځې او نجونې چې په هېواد کې دننه یا بهر دي.

 

مقدمه

افغانستان د سیمې د تمدني حوزې یوه برخه ده، چې د تاریخ په بېلابېلو دورو کې په بشري پوهې، فرهنګ او تمدن کې یې ځای له ویاړه ډک دی. ځینې ستر شخصیتونه چې په بېلابېلو برخو کې وتلي نومونه دي، د همدې سیمې وو. ستر فقها او عقلمند علماء او د سترو دیني افکارو بنسټ ایښودونکی؛ په دې خاوره کې ریښې لري.

مګر په تیرو څو پیړیو کې؛ د دې تمدن ټوله جغرافیه د منفي رقابت او بهرنۍ لاسوهنې او د دوی د داخلي عواملو د همکارۍ له امله له پراخو بدلونونو سره مخامخ شوې ده. زموږ خلکو د ټولنیز عدالت د تامین، د پرمختګ کاروان سره یوځای کېدو او د وروسته پاتې والي، محرومیت او تبعیض د ختمولو لپاره؛ په دې لاره کې هڅې کړي او ډېرې قربانۍ ورکړي دي. د مخکښو څېرو ځپل، اعدامو او زنداني کول، ملي او دیني پاڅونونه، د عدالت غوښتونکې مبارزې، د آزادۍ جنګونه په تېره بیا جهاد او مقاومت، له ترهګرۍ سره مبارزه او زموږ د ملیونونو هېوادوالو مهاجرت، زموږ د ادعا او سرښندنو ریښتیني ثبوت دی.

د طالبانو په وړاندې د خلکو له لومړي مقاومت او د واک له صحنې د هغوی له شړلو او د ملي حکومت او نورو عصري ارزښتونو د جوړولو لپاره د نړیوالې ټولنې او د افغانستان د خلکو له شل کلنو ګډو هڅو او پانګونې وروسته؛ هېواد یو ځل بیا د طالبانو تر واکمنۍ لاندې راغی.

تیرې دوه لسیزې د هیواد لپاره ارزښتناک فرصت و چې هیواد له نړیوالې انزوا راووځي، سیاسي مشارکت، د زیربناوو پراختیا ته لاره هواره شي او د دموکراسۍ تمرین وشی. د سیاسي نظام د بې کفایتۍ او د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو د جګړو له امله د ناامنیو له رامنځته کیدو سره سره؛ خلکو په مختلفو کچو کې مثبت او ستر بدلونونه راوستل. د ملیونونو هلکانو او نجونو له تعلیم څخه نیولې تر د تعلیمي او تحصیلي بنسټونو پراخول، مدني فعالیتونه او د بیان ازادي د دې دورې له مهمو لاسته راوړنو دي.

دغه ارزښتناک فرصتونه چې د خلکو د هیلو او د دې خاورې د زړورو بچیانو د نه ستړي کېدونکو قربانیو په پایله کې ترلاسه شوي وو، د نظام د رهبرۍ په کچه د ملي لید نشتوالی، پراخ اداري فساد، د طالبانو او د هغوی د ترهګرو ملګرو لخوا د نیابتي جګړې دوام، په دولتي جوړښت کې د تنګ نظره سیاستونو پلي کولو، د سیمې او نړۍ هیوادونو د لاسوهنو چې متضاد اهداف او ستراتیژۍ یې درلودې، بالاخره له لاسه ووتل او یو ځل بیا یې د طالبانو نیابتي ډلې حاکمیت ته لاره هواره کړه او افغانستان یې بېرته انزوا او بحران ته ټېل وهه او د ترهګرۍ په مرکز یې بدل کړ.

 

ملي مقاومت

په وروستیو درېیو لسیزو کې د طالبانو جناتیکارانه اعمال افغانستان ته د نړیوالو ترهګرو د راتګ او پر دغه هېواد د بهرنیو لښکرو د برید لامل شول. دا چې طالبانو د زور، تاوتریخوالي، ظلم، وژنې او وېرې خپرولو له لارې له هرډول شرعي او قانوني جواز پرته هېواد اشغال کړی او هېڅ ډول ولسي، دیني، قانوني، اخلاقي او بین المللي مشروعیت نه لري، غاصبان او اشغالګر دي. دا ډله له شرعي پلوه باغیان دي چې هېواد یې اشغال کړی دی او د هغوی له لوري د هرډول قدرت کارېدل نامشروع دي. نو زموږ دنده ده چې د خلکو د ځان، مال، ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا دفاع وکړو.

فلهذا، له ظلم، شکنجې، اختناق او اسارت څخه د هېواد د خلکو خلاصون لپاره د نیابتي، ظالمو تروریستي، باغي او تېري کوونکو ډلو پروړاندې مقاومت، یوه شرعي، ملي او تاریخي اړتیا بولو.

ملي مقاومت د اشغال، ظلم او تېري پروړاندې سیاسي، نظامي، ټولنیزه او فرهنګي مبارزه ده چې د دفاع، آزادۍ، عدالت او د خلکو د ارادې پر بنسټ نظام جوړېدو په هدف رامنځته شوی دی.

 

اصول او لیدلوری

پر خدای (ج) له کلک ایمان، د اسلام پر مقدس دین باور او پر قراني نصوصو اتکا؛ د نړیوالو سوله ییزو اصولو پر بنا، د ملګرو ملتونو منشور او د بشري حقونو نړیوالې اعلامیې او ټولو معاهداتو او میثاقونو په رعایتولو سره چې افغانستان منلي دي؛

د ملي یووالي پیاوړتیا او د خپلواکۍ، ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ساتنې؛ د اسلامي غیرمتمرکز نظام تاسیس چې د قانون له مخې او د خلکو پر ارادې او دموکراسۍ (انتخاباتو) بنا وي، د ټولنیز عدالت ټینګولو، د انساني کرامت او حقونو ساتنې، د خلکو آزادیو او اساسي حقونو تامینولو، د هېواد د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي او دفاعي بنسټونو پیاوړي کولو؛ د هوسا ژوند او د ژوند سالم چاپيریال برابرولو او ددغې خاورې ټولو اوسېدونکو ته له ظلم، استبداد، تبعیض او تاوتریخوالي پرته ټولنې جوړولو ته په پام سره د افغانستان د ملي مقاومت جبهې اساسي اصول په لنډه توګه وړاندې کېږي:

  1. د اسلام مقدس دین معتدل قرائت د تاریخ په اوږدو کې زموږ د خلکو د باور او عقايدو بنسټ ګرځېدلی دی چې هېچا سره د ديني عقايدو له امله تبعيض نه کېږي او حتی د نورو اديانو پيروان هم د خپلو مذهبي مراسمو په ترسره کولو کې آزاد دي. هیڅ قانون او مقررات د اسلام له اساساتو سره په ټکر کې نه شي وضع کیدای.
  2. د ازادي غوښتونکو خلکو، علماوو، او د ښځو او ځوانانو په ګډون د سیاسي، مدني او فرهنګي جریانونو د انسجام له لاري؛ د جهالت، استبداد او له دیني ارزښتونو څخه د انحراف پر وړاندې مبارزه.
  3. د ځمکنۍ بشپړتیا ساتنه، د ملي حاکمیت بیارغونه، د هیواد خپلواکي او د قانون حاکمیت تامینول.
  4. پر دې ټینګار سره چې په افغانستان کې حاکمیت په خلکو پورې اړه لري، چې باید په مستقیم ډول یا د دوی د استازو له لارې عملي شي. تصمیم نیونه باید ولس محوره وي او له سیاسي ګوندونو د دموکراسۍ، د بیان ازادۍ، او فرهنګي او ژبنۍ کثرتګرایۍ د ستنو په توګه ملاتړ کېږي او وده ورکول کېږي.
  5. د افغانستان خلکو د آزادې ارادې پر بنسټ او له قومي، سیاسي، نژادي او جنسیتي تړاوونو خلاص؛ د یوه حقوقي جوړښت په توګه چې منتخب پارلمان ته ځواب ویونکی وي، د قانوني، غیر متمرکز، ملي او عصري سیاسي نظام رامنځته کول.
  6. له فساد سره دوامداره مبارزې ته ژمنتیا
  7. د دموکراتیکو ټاکنو له لارې د واک ترلاسه کول او لیږدول یوازینۍ مشروع لاره ګڼل کیږي او د زور، تهدید او تاوتریخوالی له لارې د واک اخیستو او دوام سره مخالفت
  8. د مدني بنسټونو او ګوندونو د پیاوړتیا له لارې د ولسواکۍ او د خلکو د سیاسي ګډون بنسټیز کولو ته ژمنتیا
  9. ملي ګټو ته ژمنتیا او د هغه تعریف، تشریح او تدوین ته اړتیا.
  10. د قانون پروړاندې د نارینه او ښځو په مساوي حقونو باور او د اتباعو ترمنځ د هر ډول تبعیض ردول
  11. د درې ګونو قواو د تفکیک او د قضائیه قوې بشپړه خپلواکي
  12. بهرنی سیاست باید د خپلواکۍ راژوندي کولو او تحکیم، د هېواد حیثیت اعادې، ملي ګټو د تامین، د ځمکنۍ بشپړتیا ساتنې، نه لاسوهنې، ښه ګاونډیتوب، متقابل احترام، برابرو حقونو او په نړیوال ډګر کې فعال حضور پر بنسټ ولاړه وي.
  13. د مثبتې بې طرفۍ اصولو ته ژمنتیا، د افغانستان د دریځ تثبیت او د ټولو لپاره د دوستۍ او همکارۍ په ډګر بدلول، له ګاونډیانو، سیمې، نړۍ او نړیوالو سازمانونو سره د د مشروع ګټو او متوازنو اړیکو تامینول.
  14. د مقاومت د اهدافو ترلاسه کېدو لپاره د نړیوالو مادي او معنوي مرستو هرکلی.
  15. د مقاومت د سنګرونو ساتل، پیاوړي کول او ټول هېواد ته پراخول.
  16. سولې ته رسېدو لپاره پر مقاومت او مذاکرې شرعا باور لرو.
  17. د افغانستان د دفاعي او امنیتي ځواکونو بېرته جوړول او انسجام ته ژمنتیا.
  18. له افراطیت، ترهګرۍ او مخدره توکو سره قاطعانه مبارزه.
  19. په نظامي عملیاتو کې د اسلامي اوامرو، جنګي قوانینو او بشردوستانه قواعدو په پام کې نیول.
  20. د خصوصي سکتور په ګډون له اړوند ملي او بین المللي مراجعو سره د تعامل او لازمې همغږۍ له لارې، لوی بشري او اقتصادي بحران، بېوزلۍ، لوږې، بیکارۍ او د طبیعي پېښو له امله بېځایه شویو ته رسېدګي.
  21. د هېواد ټولو اتباعو ته د اقتصادي امکاناتو او فرصتونو متوازن او متانسب وېش او له بین المللي مرستو د هرډول ناوړه ګټې اخیستنې مخنیوی.
  22. شته ستونزو ته د رسېدنې لپاره د کادرونو انسجام.
  23. د هېواد راتلونکې لپاره د اقتصادي او پایدارې ودې پروګرامونو جوړول.
  24. له ملي او نړیوالو بنسټونو سره په همغږۍ د نجونو ښوونځیو د بېرته پرانستل کېدو زمینې برابرولو ملاتړ.
  25. په ټول هېواد او په تېره بیا آزادو شویو سیمو کې د تعلیم او تربیې زمینې برابرولو او عصري نصاب جوړلو لپاره هڅې.
  26. د فرهنګ ضد کارونو، ذهنیت خرابولو، د افراطیت دودولو او ترهګریزو زده کړو پروړاندې دوامداره مبارزه.
  27. د هېواد اتباعو ټولو حقونونو ته ژمنتیا او له سیاسي او مدني آزادیو ملاتړ.
  28. د هېواد د اتباعو پر بنسټیزو حقونو د افراطي محدودیتونو عملي کېدو پروړاندې مبارزه.
  29. د فرهنګي او ژبنۍ کثرت ګرايۍ دودول؛ په هېواد کې له ټولو ژبو او شته فرهنګونو ملاتړ او وده ورکول.
  30. په ټولو سیاسي، اقتصادي، فرهنګي او ټولنیزو برخو کې له هرډول تبعیض پرته د ښځو پر ګډون باور.
  31. د بیان آزادۍ ته ژمنتیا او له آزادو رسنیو، خبریالانو او مدني فعالانو ملاتړ.
  32. د هنرمندانو، لیکوالانو، شاعرانو او د فرهنګي برخې مخکښو ته د فعالیت زمینې برابرول، پیاوړتیا او وده ورکول.
  33. د ملي یووالي په هدف د قومونو ترمنځ د فرهنګي او ټولنیزې همګرایۍ پیاوړي کول.
  34. د رښتینوالۍ او له فساده د ځان ساتلو فرهنګ رامنځته کول.

د افغانستان د ملي مقاومت جبهې داعیه دا ده چې سیاسي، ټولنیز، فرهنګي، قومي او فکري توپیرونه له پامه وغورځول شي او د طالبانو ضد ټولې ډلې سره منسجمې شي او له اوسني بحرانه د افغانستان د ویستلو او دوامداره سولې ته تر رسېدو پورې، د ظلم، تعصب، جهل، افراطیت او تروریسم پروړاندې مبارزه کې خپل تاریخي رول او مسوولیت ترسره کړي.

شک نشته چې د خلکو اراده د خدای په توفیق پر هر خنډ بریالۍ کېږي.

و من الله التوفیق

زمری ۱۴۰۱

images/PDF_LOGO.png

Image

© All Rights Reserved | 2021-2023 | National Resistance Front of Afghanistan

About Website    ا    Report us    ا    Contact us

© All Rights Reserved | 2021-2022