topbar 10 10px1

د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

زموږ په اړه

(nationalresistance.org) د افغانستان د ملي مقاومت جبهې د نشراتو رسمي ویبپاڼه ده.

دا ویب سایټ ددغې جبهې د مطبوعاتي رسالت ترسره کولو لپاره جوړ شوی دی، له دې وروسته به د ملي مقاومت په اړه برنامې، رسمي نظرونه او خبرونه پر همدې پاڼه خپرېږي. دا ویبپاڼه به د یرغلګرو پروړاندې د افغانستان د مقاومتګرو خلکو لوړ پلټفورم وي.

د طالبانو متحجرې ډلې د ټولو اسلامي ارزښتونو او بشري حقونو پر خلاف د رسنیو او ژورنالیستانو ځپلو او سانسورولو سره، کره او بی پری خبرونو؛ په ځانګړې توګه د طالبانو د جنایتونو په اړه معلوماتو ته لاسرسی تر بل هر وخت ډېر ستونزمن شوی دی. نو پدې حساسو شرایطو کې د ملي مقاومت ویب پاڼه به د افغانستان په اړه د کره خبرونو د ترلاسه کولو د باوري مرجع وي.

دغه خبري بنسټ به د مقاومت ملي جبهې د برنامو او خبري پوښښ ترڅنګ، د طالبانو د مخ په زیاتېدونکي جنایتونو اسناد هم خپروي، ترڅو د افغانستان او نړۍ خلک د طالبانو له سیستماتیکو بشري سرغړونو او جنګي جنایتونو بېخبره پاتې نشي.

له همدې امله د افغانستان د ملي مقاومت جبهه له ټولو او په ځانګړې توګه له ځوانانو غوښتنه کوي چې د طالبانو د جنایتونو په اړه خپل اسناد د ملي مقاومت ویب پاڼې ته ولیږي، دا اسناد به د ملي مقاومت په ویب پاڼه کې خپاره شي او نړیوالو نهادونو لکه ملګرو ملتونو ته به هم واستول شي.

دا وېبپاڼه به د اسلامي ارزښتونو، دموکراسۍ، بشري حقونو، عدالت او برابرۍ په وده کې چې د ملي مقاومت جبهې بنسټیز اصول دي، هېڅ راز هڅه ونه سپموي.

Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱