topbar 10 10px1

د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

مقاومتګرانو ته لارښود

حمل ۱۴۰۱
مارچ ۲۰۲۲

 
بسم الله الرحمن الرحیم "د الله په نوم چي ډېر زیات مهربان، پوره رحم لرونکی دی"

د نظامی قرارګاوو ټولو مسوولینو د قومندانانو، مرستیالانو، د ارکان رئیسانو، د فرهنگي او عقیدتي برخې آمرانو او د قرارګاه نورو منسوبینو د پام وړ! دا لارښود ستاسو لپاره د مقاومت جبهې د رهبرۍ دستورات دي او په عملي کولو کې یې هیڅ ډول هڅې مه سپموئ.

۱. خپل ملګري له خدایه ویرې، پنځه وخته لمونځ، د قرآن کریم تلاوت او د خدای ذکر ته دعوت کړئ.

۲. د دیني معلوماتو ناستې جوړې کړئ او خپله پکې ګډون وکړئ.

٣. تر خپلې قوماندې لاندې مجاهدینو او مقاومتګرانو ته د جهاد او مقاومت خاطرات بیان کړئ.

۴. تر خپلې وسې، د هېواد ديني او تاريخي ورځې يادې کړئ او ونمانځئ.

۵. تر خپل امر لاندې کسانو ته د نظافت، انضباط او نظم د رعایت امر وکړئ.

۶خپلو خلکو ته لارښوونه وکړئ چې نظامي یونیفورم واغوندي او ترهګرو ډلو ته ورته نښو لکه د اوږدو نامنظمو ويښتانو له پريښودلو ډډه وکړي.

۷. هڅه وکړئ چې د پاکو اوبو سره نږدې قرارګاوې جوړ کړئ، په سیمه کې عامې روغتیا ته پاملرنې سره تشناب جوړ کړئ، خپل او د خلکو د ژوند چاپیریال پاک ساتلو هڅه وکړئ.

۸. د خپلو قرارګاوو امنیت او خوندیتوب لپاره، کلک امنیتي تدابیر ونیسئ.

۹. کمپونو او نورو محرمو ځایونو ته تر هر عنوان لاندې د پردیو او ناپیژانده خلکو د ننوتلو مخه ونیسئ.

۱۰. په مخابرو کې له ضرورت پرته خبرې مه کوئ او د مهمو موضوعاتو لپاره کوډ چمتو کړئ.

۱۱. مقاومتګران د هغوی د کورنیو د غړو خوندیتوب په خاطر له خبریالانو سره له عکس اخیستو او خبرو لیرې وساتئ.

۱۲هیچاته اجازه مه ورکوئ چې له اجازې پرته د مقاومتګرو عکسونه واخلي او که داسې وي نو په ډیر احترام سره عکسونه ترې ضبط کړئ.

۱۳په پسرلي او اوړي کې د ژمي لپاره د سرتیرو او کمپونو د موقعیت لپاره پلان جوړ کړئ، او په هغو سیمو کې د ژمي د کمپ ځای وټاکئ چې د دښمن لپاره ورته لاسرسی ستونزمن وي، او د اړتیا په صورت کې تاسو وکولې شئ لوژستیکي مواد چمتو کړئ.

۱۴د دښمن له بندیانو او زخمیانو سره د اسلامي شریعت، قانون او د وسله والو شخړو له قواعدو سره سم چلند وکړئ. د تورنو کسانو برخلیک د افغانستان د ملي مقاومت جبهې باصلاحیته محکمې ته پریږدي.

۱۵د مقاومت جبهې په ټولو کچو کې د مخدره توکو د کارېدو مخه ونیسئ.

۱۶. تر خپل امر لاندې افرادو ته لارښوونه وکړئ چې له خلکو سره مهربانه وي او څومره چې ممکنه وي خلکو سره مرسته وکړي.

۱۷. د بیت المال له ضایع کېدو او اختلاس مخه ونیسئ او د جبهې د شتمنیو ساتنې او سپما ته جدي پاملرنه وکړئ.

۱۸. تاسو قوماندانان، مرستیالان، د ارکان رئیسان، او د فرهنګ او د عقیدتي برخې آمران باید تر خپل لاس لاندې افرادو ته ښه نمونه واوسئ.

۱۹. په خپل فارغ وخت کې، د مقاومت سرتېرو لپاره د ورزشي او سالم تفریحي تمرین پروګرامونه چمتو کړئ.

۲۰. د تعلیمي مرکزونو جوړولو ته ځانګړې پاملرنه وکړئ.

۲۱په هر قرارګاه کې د رسنیو لپاره یو مسئول وټاکئ او د دندې پرمهال د مقاومتګرانو لخوا ویډیوګانو، عکسونو او شخصي مرکو د خپرولو مخه ونیسئ.

۲۲. د قرارګاه مطبوعاتي مسوول باید د جبهې د ویاند او د ستراتیژیکو اړیکو له رئیس سره په همغږۍ کار وکړي او د مقاومتګرو عکسونه د خپرولو لپاره اړوند دفتر ته واستوي.

یادونه: خپاره شوي عکسونه او ویډیوګانې کولی شي د مقاومتګرانو موقعیت څرګند کړي، نو پدې اړه حساس اوسئ.

Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱