topbar 10 10px1

د افغانستان د ملي مقاومت جبهې اعلامیه

د افغانستان د ملي مقاومت جبهې اعلامیه

د افغانستان د ملي مقاومت جبهې مشرتابه؛ د ملي مسایلو په اړه د تصمیم نیونې او د جبهې د بنسټیزو کرښو ټاکلو لپاره ددې جبهې یوازنۍ مرجع ده چې له لازمو سلا مشورو وروسته اعلانېږي.

هغه څه چې په رسنیو او ټولنیزو شبکو کې د مقاومت جبهې د نظر په توګه خپاره شوي، د جبهې رسمي دریځ نه څرګندوي او د ددې جبهې استازیتوب نه کوي. د ټولو مسئلو په اړه هر ډول دریځ یوازې د جبهې د ویاند له ادرس څخه خپریږي، کوم چې د جبهې د مشرتابه ټولیز نظر منعکس کوي.

د ملي مقاومت جبهې د پرېکړو اساس د افغانستان سترې ګټې دي چې د هېواد خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ته په پام سره نیول کېږي.

همدارنګه هغه متن چې په ټولنیزو شبکو کې د تړون په نوم خپور شوی، جعلي دی او له افواهاتو پرته بل څه نه دي.

Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...