topbar 10 10px1

له افغانستان څخه د سره پوځ د وتلو د ۳۳مې کالیزې په مناسبت د افغانستان د ملي مقاومت جبهې اعلامیه

له افغانستان څخه د سره پوځ د وتلو د ۳۳مې کالیزې په مناسبت د افغانستان د ملي مقاومت جبهې اعلامیه

له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد ځواکونو د وتلو کالیزه په داسې حال کې رارسېږي، چې زموږ هېواد یو ځل بیا د سیمه ییزو او نړیوالو قدرتونو د رقابت په ډګر بدل شوی او د مرګ او ژوند ترمنځ سلګۍ وهي.

که څه هم د جهاد په سختو کلونو کې د وخت د ستر ځواک او ګډ دښمن پر وړاندې زموږ د بریا راز د دې خاورې د ولسونو عزم، اراده، ایمان، سرښندنه او مقاومت و، خو له بده مرغه نن ورځ د سيمه ييزو او نړیوالو دښمنانو نفوذ زموږ په هېواد کې دومره پراخ شوی چې هره ورځ د هېواد د ټولنيزو، اقتصادي، معنوي او سياسي شیرازې د سقوط شاهدان یو.

زموږ خلک د بهرنیو دښمنانو په مرسته او د داخلي لاسپوڅو په لاس د ظلم، تبعیض او ترور یو نوی خونړۍ پړاو تجربه کوي چې د بهرنۍ مداخلې او تجاوز یوه ښکاره بېلګه ده.

د افغانستان د ملي مقاومت جبهه په دې باور ده تر هغه چې د دې خاورې د دښمنانو ښکاره او پټې لاسوهنې او دسیسې شنډې شوې نه وي، د آزادۍ او استقلال لپاره به مقاومت؛ د عدالت او تلپاتې سولې ته تر رسیدو پورې دوام لري.

د دلوې ۲۶ مې حماسې ته په درنښت، د افغانستان ټولو میړنیو ولسونو ته دې تاریخي ورځې مبارکي وايو او د جهاد ټولو شهیدانو ارواو ته د دعا لاسونه لپه کوو.

Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...