کابل، د ملي مقاومت جبهه: د کابل په لوېدیځ کې د ملي امنیت د پخواني کارکوونکي جواد جعفري کورنۍ وايي، تېره شپه طالب جنایتکاران د هغه کور ته ننوتلي او هغه یې له ځانه سره بیولی دی.
دا پېښه د جمعې په ورځ د غبرګولي په ۲۲ مه د شپې شاوخوا ۸ بجې د دشت برچي سیمه کې رامنځته شوې ده.
د جواد جعفري د کورنۍ یو غړی وايي، که څه هم دوی پوهیږي چې هغه طالبانو نیولی دی. خو کله چې دوی د اشغالګرو طالبانو یوې پوځي مرکز ته ورغلل، طالبانو ددوی سپکاوی وکړ او په زوره یې د قرارګاه له دروازې وویستل.
د جعفري د کورنۍ غړي زياته کړه، چې څلور وحشي طالبان يې کور ته ننوتي وو، ښاغلی جعفري يې تر وهلو ورورسته له ځان سره بوتلو او د هغه د برخليک په اړه تر اوسه دوی هیڅ خبر نه لري.
د یادولو وړ ده چې طالب ترهګره ډله هره شپه په مرکز او ولایتونو کې د پخوانیو سرتېرو په کورونو بریدونه کوي او له نیولو وروسته دوی نامعلومو ځایونو ته لیږدوي او بیا یې شکنجه کوي. د طالبانو په زندانونو کې ډیری پخوانی عسکر د دې ډلې د ډېرو شکنجو په پایله کې مړه شوي دي.