یوه ورځ وروسته له هغه چې دایکندي کې ښځو د طالبانو په ملاتړ او د امریکا له خوا د کنګل شویو پیسو د خلاصون لپاره لاریون وکړ، اوس یو شمېر لاریون کونکې میرمنې وايي چې دوی د طالبانو ملاتړ نه کوي بلکي د یاد ولايت د پوهنې رياست د طالبانو ملاتړ ته اړ کړې دي.
یوه ښوونکې نرګس چې په لاریون کې یې برخه اخیستې وه، وویل: "له لاریون یوه ورځ مخکې، د ښوونځي مدیر ماته زنګ وواهه او ویې ویل، تاسو باید سبا په یوه پروګرام کې ګډون وکړئ."
کله چې مې وپوښتل: په کوم پروګرام کې؟ هغه وویل چې «موږ د طالبانو په ملاتړ مظاهرې کوو».
یوه زده کوونکې معصومه چې د ښځینه ښوونکو لخوا غونډې ته رابلل شوې وه، وايی: “زما ښوونکي ما ته زنګ وواهه او راته یې وویل چې د طالبانو د ملاتړ په پروګرام کې باید برخه واخلم. په هرصورت، موږ د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستلو او د ښځو زده کړې حق شعارونه له ځانه سره راوړل”.
د دایکندي د پوهنې ریاست چارواکو دوی ته خبرداری ورکړی وو چې که په لاریون کې برخه وانخلي، له کاره به ګوښه او یا به لرې پرتو سیمو ته ولیږل شي.
پرون په دايکندي کې د ښځو لاريون د امريکا لخوا د افغانستان د کنګل شويو پيسو د خلاصون په موخه جوړ شوى و خو د ښځو د تعلیم، کار او ازادۍ د حق په شعارونو ورکولو سره پای ته ورسېده.