topbar 10 10px1

په بغلان کې یو تن د ترهګرو طالبانو لخوا په ډزو ووژل شو

په بغلان کې یو تن د ترهګرو طالبانو لخوا په ډزو ووژل شو

بغلان، د ملي مقاومت جبهه: د بغلان ولايت په تاله او برفک ولسواليو کې تيره شپه جنايتکارو طالبانو ويره او وحشت رامنځته کړ.

ددغې ډلې جګړه مارو د شپې په دولسو بجو په دې ولسوالۍ کې د قوماندان خير محمد خان د زامنو کور محاصره کړ او بيا يې د ملي مقاومت د جبهې يو تکړه چريکي سرتېرى بندي او وروسته په ډزو سره وواژه.

د مقاومت جبهې یو شمیر نور مشهور مدافعین د طالبانو محاصره ماته کړه او دوه طالبان یې ووژل او خوندي ځایونو ته لاړل.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو له پرله پسې ماتې خوړلو او په پنجشیر، تخار او اندرابونو کې د ملي مقاومت د جبهې د زړورو ځواکونو لخوا د تلفاتو په لیدلو سره، کور په کور تالاشۍ یې پیل کړي. دوی ملکي خلک د ځورولو ترڅنګ او د یو شمېر ملکي وګړو سرونه هم پرې کړي دي.

Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...