پنجشیر، د ملي مقاومت جبهه: په پنجشېر ولايت کې د ترهګرو طالبانو خپلمنځي نښتو کې يو وسله وال طالب ووژل شو او دوه تنه نور يې ټپيان شول.
دغه نښته د پنجشنبې په ورځ د حمل په لومړۍ نېټه د پنجشېر په مرکز بازارک کې وشوه.
د طالبانو تر منځ هره ورځ خپلمنځي نښتې کېږي او اصلي لامل یې د دوی ترمنځ خپلمنځي اختلافات دي.
د طالبانو ترمنځ د وېش کچه دومره پراخه ده چې د دې ډلې غړي هم پر یو بل رحم نه کوي.