topbar 10 10px1

طالبانو په بادغیس کې یوه ښځه په ډزو وژلې ده

طالبانو په بادغیس کې یوه ښځه په ډزو وژلې ده
بادغیس، د ملي مقاومت جبهه: په بادغیس ولایت کې وحشي طالبانو یوه ښځه د خپلو ماشومانو تر سترګو وړاندې په ډزو ووژله.
 
طالب جنايتکارانو د دوشنبې په ورځ د سرطان په ۶مه د بادغيس ولايت د مرکز قلعه نو ښار په څلورمه امنيتي حوزه کې د مقاومت پخواني قومندان عبدالغفور محمودي مېرمن په ډزو ووژله.
 
عبدالغفور محمودي د اسماعیل خان په مشرۍ د مقاومت ډلې یو له مهمو قوماندانانو و، چې د طالبانو لخوا د بادغیس تر نیولو وروسته یې "ایران" ته پناه یوړه.
 
د يادونې وړ ده، چې په غور ولايت کې هم طالبانو  د پخواني حکومت د ولسي پاڅون د يوه قوماندان پر کور بريد کړى او د یاد قومندان په ګډون یې د هغه دوه لوڼې په ډزو وژلي دي.
Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...