د ملي مقاومت جبهه، بغلان: طالبانو د بغلان په مرکز کې یو پخوانی دولتي سرتېری وژلی دی.
د دغه پخواني سرتيري نوم سراج الحق حکيمي دى او نن شنبه د سرطان په ۱۱ مه وژل شوی.
نوموړی د پلخمري ښار د دویمې ناحیې اړوند د قل نوآباد په سیمه کې د مازدیګر لمانځه ته روان و چې په نښه شو.
د پخوانیو پوځیانو د وژلو لړۍ دوام لري. د طالبانو جنایتونه یوازې تر پخوانیو پوځیانو پورې نه ده محدوده، د دې ډلې غړي پر ولسي وګړو هم رحم نه کوي.
په پنجشېر او بلخاب کې قتل عام چې په ترڅ کې یې لسګونه ملکي وګړي وژل شوي د ترورېستي رژیم د جنګي قوانینو د نقض او د بشریت ضد جنایتونو وړه بېلګه ده.