topbar 10 10px1

طالبانو د يوې ټولنيزې موسسې مشر له څلورو نورو کسانو سره نيولى دى

طالبانو د يوې ټولنيزې موسسې مشر له څلورو نورو کسانو سره نيولى دى
بلخ، د ملي مقاومت جبهه: ترهګرو طالبانو دوه ورځې مخکې د بلخ ولايت په شولګر ولسوالۍ کې د يوې ټولنيزې موسسې مشر له څلورو نورو کسانو سره نيولى او نامعلوم ځاى ته يې بیولی دى.
 
د دې ټولنیزې موسسې مسوول کس "محمد صابر باتور" دی او هغه د "همنوا ځوانانو ټولنې" مشر دی.
 
طالب جګړه مار د شپې مهال د ښاغلي باتور کور ته ننوتل او له هغه سره یې د هغه ورور، خپلوان او د هغه دوه ملګري چې مېلمانه وو، ونیول او ځان سره یوړل برخلیک یې لا هم معلوم نه دی.
 
د يادونې وړ ده، چې دا لومړى ځل نه دى، چې دا ډول پېښه رامنځته کېږي، تر دې وړاندې هم طالبانو ملکي وګړي نيولي، شکنجه کړي او د خلاصون په بدل کې يې له کورنيو پيسې اخيستې دي.
Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...