بدخشان، د ملي مقاومت جبهه: بدخشان ته د طالبانو د نومولي والي د مرستیال پر کاروان برید شوی دی.
دغه برید د طالبانو د یوې مخالفې ډلې لخوا ترسره شوی چې په پایله کې یې د طالبانو د والي د مرستیال یو ساتونکی سخت ټپي شوی او خپله برسېرن ټپي دی.
دغه برید تېره شپه ۱۱ بجې د «فیض اباد» او «خاش» ولسوالۍ پر لاره د «کرز» په سیمه کې شوی او د بدخشان لپاره د طالبانو د مرستیال والي موټر هم ویجاړ شوی دی.
د یادولو وړ ده چې په دې وروستیو کې په خلکو باندې د طالبانو د ترهګرې ډلې د ظلمونو له امله د هیواد په بیلا بیلو سیمو کې له دغې ډلې سره د مخالفت کچه لوړه شوې ده.