topbar 10 10px1

په کاپیسا ولایت کې د طالبانو خپلمنځي جګړه

په کاپیسا ولایت کې د طالبانو خپلمنځي جګړه

د ملي مقاومت جبهه، کاپیسا: طالبانو په کاپیسا ولایت کې یو پر بل ډزې کړې دي.

د هلمند د طالبانو او د کاپيسا د کوهستان ولسوالۍ د لومړۍ حصې د جنايي آمر ترمنځ دغه جګړه نن دوشنبه د سرطان په ۱۳مه رامنځته شوه.

جگړه مارو طالبانو د کوهستان د حصه اول ولسوالۍ جنايي قومندان په ټپي حالت کې شکنجه کړی دی. دا مهال د جنايي جرمونو آمر د طالبانو په بند کې دی.

د طالبانو ترمنځ اختلافات د هرې ورځې په تیریدو سره زیاتیږي. د دې ډلې جګړه مار ورځ تر بلې د طالبانو پر فساد، قومي او ژبني تبعیض او ظلمونو خبریږي.

Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...