د ملي مقاومت جبهه، پنجشیر: یو طالب جګړه مار نن د پنجشیر په سیند کې غرق شو.
د اوبو څپو د دغه طالب مړی د فراج له پله څخه زمانکور سیمې ته رسولی دی.
په تېره یوه اوونۍ کې دا نهم طالب جګړه مار دی چې د پنجشیر په سیند کې ډوبېږي.
څو ورځې وړاندې هم سریچه سيمه کې د طالبانو يو پوځي موټر چې اوه تنه پکې سپاره وو سیند ته ولوېد او ټول سپاره پکې مړه شول.
څه موده وړاندې هم يو بل طالب د لامبو پر مهال مړ شوی و.