topbar 10 10px1

د هرات ولایت په څلورو سیمو کې په طالبانو بریدونه ، ۱۸ جګړه مار طالبان ووژل شول

د هرات ولایت په څلورو سیمو کې په طالبانو بریدونه ، ۱۸ جګړه مار طالبان ووژل شول

د ملي مقاومت جبهه هرات: د هرات ولایت په څلورو سیمو کې طالبان په نښه شول.

د ترهګرو طالبانو دوه کاسټر ډوله موټر د بلندآب په سیمه کې او یو بل کاسټر موټر د هرات ښار په نمبر یک او سرجنګل سیمو کې د بریدګرو لخوا په نښه شول.

له دغو موټرونو څخه درې يې د هرات د الفاروق قول اردو د کارکوونکو او يو کاسټر د دغه ولايت د هوايي ډګر د پوليسو اړونده دی.

تر اوسه د دغو بریدونو په پایله کې ۱۸ طالبان وژل شوي او د ټپیانو شمېر ۲۰ تنو ته رسېدلی.

د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د طالبانو پر ضد بریدونه روان دي. په وروستۍ پيښه کې د بدخشان ولايت لپاره ددغې تروريستي ډلې لخوا د ولايت د مرستيال پر کاروان بريد وشو چې په نتيجه کې يې نومولی مرستيال والي او د هغه ساتونکى ټپيان شول.

Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...