topbar 10 10px1

ښځې د امارت تر تور چتر لاندې؛ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې ۴ ښځو ځانوژنه کړې

ښځې د امارت تر تور چتر لاندې؛ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې ۴ ښځو ځانوژنه کړې
د ملي مقاومت جبهه، هرات: په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په تخار، ارزګان، دایکندي او هرات ولایتونو کې څلورو ښځو ځانوژنه کړې ده.
 
تېره شپه د تخار ولایت د کلفګان ولسوالۍ د عقاب بازار په سیمه کې یوې ځوانې انجلۍ ځان ووژله. 
 
د اروزګان په دهراوود ولسوالۍ کې هم يوې ١٨ کلنې نجلۍ د ترياکو په خوړلو خپل ژوند پای ته ورسوه.
 
د دایکندي په کیتي ولسوالۍ کې د یکشنبې په ماښام یوې ۱۷ کلنې نجلۍ د ښکاري ټوپک په وسیله ځان ووژله. هغه واده شوې وه.
 
د دغو پېښو اصلي لامل کورنی تاوتریخوالی بلل کېږي.
 
د طالبانو لخوا د کابل له اشغال راهیسې، هیڅ داسې بنسټ نشته چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي قضیې وڅیړي. سربیره پردې، طالبان پخپله له عامه فضا څخه د ښځو د ورکیدو اصلي عامل دي او ښځو ته د دې ډلې نظر یوازې جنسي او ابزاري دی.
Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...