سمنګان، د ملي مقاومت جبهه: په سمنګانو ولايت کې طالبانو يو پخوانى جهادي قوماندان "کريم" په ډزو وواژه.
دا پېښه د چهارشنبه په ورځ د سرطان په ۱۵مه هغه مهال رامنځته شوه، چې دغه پخوانی جهادي قوماندان جومات ته د تللو په حال کې و، چې د دغه ولایت د دویمې امنیتي حوزې اړوند د "کارته صلح" سیمه کې ووژل شو.
نوموړی چې یو له پخوانیو جهادي قوماندانانو څخه و، تر دې وړاندې یې کومه دولتي دنده نه درلوده.
د يادونې وړ ده، چې د جمهوري نظام له سقوط وروسته په ټول هېواد کې هدفي وژنې، چې تر ډېره د جګړه مارو طالبانو لخوا ترسره کېږي، دوام لري.