topbar 10 10px1

طالبانو د بغلان ولایت د خوست ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي یرغمل کړي دي

طالبانو د بغلان ولایت د خوست ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي یرغمل کړي دي

بغلان، د ملي مقاومت جبهه: ترهګرو طالبانو د بغلان ولایت د "خوست" ولسوالۍ شاوخوا شل تنه اوسېدونکي یرغمل کړي دي.

دا پېښه د چهارشنبې په ورځ د سرطان په ۱۵مه د دغه ولایت د خوست ولسوالۍ لپاره د طالبانو د سرپرست قومندان له وژل کېدو وروسته رامنځته شوې ده.

د دې ډلې جګړه مارو د خوست ولسوالۍ د پشه یي درې، لروان او کهزر دره چرخ فلک له کلیو ځوانان او سپین ږیري نیولي دي.

دا بې ګناه خلک طالبانو له یرغمل کولو وروسته سخت شکنجه کړي او تر اوسه یې کورنیو ته د لیدو اجازه نه ده ورکړې.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په «پنجشیر، بغلان او تخار» ولایتونو کې دا ډول جنایتونه د بشري حقونو د سازمانونو او د بخښنې نړیوال سازمان له سخت غبرګون سره مخ شوي دي.

Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...