د ملي مقاومت جبهه، بغلان: د ملي مقاومت جبهې سرتېرو د بغلان ولایت په خوست ولسوالۍ کې د طالبانو له منګولو یوه قرارګاه او دوه سیمې آزادې کړې.
د مقاومت سرتېرو نن سهار د سچي بالا او سچي پایین پر سیمو بریدونه پیل کړل او دغه سیمې یې د اشغالګرې ډلې له منګولو ازادې کړې او دغې وحشي ډلې ته یې درنه مرګ ژوبله واړوله.
د ملي مقاومت ځواکونو د طالبانو بیرغ په ځمکه وغورځاوه او اور یې ورته واچاوه. طالبان له دغو سیمو تښتېدلي او د ملي مقاومت جبهې ځواکونه سیمه کې ځای پر ځای دي.