د ملي مقاومت جبهه؛ بغلان: طالبانو د کوچني اختر په لومړۍ ورځ په بغلان ولایت کې یو ځوان په ډزو وواژه.
دغه ځوان ضیاالحق راید نومیده.
ضياءالحق يو تعلیم یافته ځوان و او څو کاله وړاندې د بغلان ولايتي شورا څوکۍ ته هم نوماند و.
د دغه ځوان مړى نن د خوست ولسوالۍ د پوزريګ په کلي کې د وريجو د کروندو په منځ کې موندل شوى دى.
دا وژنه په داسې حال کې کیږي چې طالبان په ټول افغانستان کې د امنیت د ټینګښت اعلان کوي، په داسې حال کې چې د دې ډلې وژنې او قتل عالم له بغلان او پنجشیر څخه تر بلخاب او ننګرهار پورې دوام لري.