topbar 10 10px1

په تخار کې د طالبانو خپلمنځي نښتې کې شپږو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

په تخار کې د طالبانو خپلمنځي نښتې کې شپږو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

تخار، د ملي مقاومت جبهه: تخار کې د "ازبک" طالبانو او ناقل طالبانو ترمنځ د خپلمنځي شخړې په پایله کې دوه ناقل طالبان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

دغه نښته نن سهار د "تخار" ولایت د خواجه بهاءالدین ولسوالۍ په مرکزي څلور لاري کې رامنځته شوې ده.

جګړه هغه مهال پيل شوه، چې د ازبک طالب قوماندان "عادل" او د ناقل طالبانو ترمنځ د ازبکانو او ناقلانو د هويت په اړه خبرې وشوې.

اوس عادل نومی ازبک طالب د جګړې له سیمې تښتېدلی او طالبانو د عادل پلار نیولی او له ځانه سره بیولی دی.

په تیرو څو میاشتو کې په تخار ولایت کې د طالبانو ترمنځ په پرلپسې ډول خپلمنځي نښتې شوي او دغو جګړو کې مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...