topbar 10 10px1

طالبانو د لوی اختر په دویمه ورځ د بغلان په "خوست" ولسوالۍ کې یو ځوان په ډزو وواژه

طالبانو د لوی اختر په دویمه ورځ د بغلان په "خوست" ولسوالۍ کې یو ځوان په ډزو وواژه

بغلان، د ملي مقاومت جبهه: ترهګرو طالبانو د دغه ولایت په "خوست" ولسوالۍ کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش ادارې یو پخوانی کارکوونکی په ډزو وواژه.

طالبانو د دې ولسوالۍ په «سچی» کلي کې دغه ځوان له ټوپک سره د عکس اخیستو په جرم وژلی دی.

د وژل شوي کس نوم "سید امان تاجک" و او له کومې ډلې سره یې تړاو نه درلود.

د یادولو ده چې د دې کرغېړنې ډلې جګړه مارو تل د خلکو خوښي ځپلې او په پنجشیر، تخار او بغلان ولایتونو کې یې ځوانان په مختلفو پلمو نیولي او وژلي دي.

Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...