topbar 10 10px1

د پخوانیو سرتیرو د توقیف دوام؛ طالبانو د بغلان په "اندراب" کې یو پخوانی سرتېری نیولی دی

د پخوانیو سرتیرو د توقیف دوام؛ طالبانو د بغلان په "اندراب" کې یو پخوانی سرتېری نیولی دی
بغلان، د ملي مقاومت جبهه: ترهګرو طالبانو د سرطان په ٢٢مه د چهارشنبې په شپه د بغلان په اندراب ولسوالۍ کې يو پخوانى دولتي سرتېرى له خپل کور څخه نيولى دى.
 
د دغه پخواني سرتيري نوم "سيد امان الله" دى او د اندراب ولسوالۍ د "بنو" د "ارچه مزار" کلي اوسېدونکى دى.
 
نوموړی په تېر حکومت کې سمنګان کې پولیس و او د جمهوريت له سقوط وروسته په شخصي کارونو بوخت و او له کومې ډلې او حرکت سره یې تړاو نه درلود.
 
د ویلو ده چې طالب جګړه مارو له تېرې یوې میاشتې راهیسې په پنجشیر، اندراب بغلان او تخار ولایتونو کې لسګونه کسان له ملي مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور نیولي، شکنجه کړي او وژلي دي.
Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...