topbar 10 10px1

طالبانو پروان کې یو ځوان په فارسي ژبه د خبرو له امله وژلی

طالبانو پروان کې یو ځوان په فارسي ژبه د خبرو له امله وژلی

پروان، د ملي مقاومت جبهه: ترهګرو طالبانو يو ځوان چې د بغلان ولايت د خوست ولسوالۍ اوسيدونکى و د پروان ولايت په مربوطاتو کې په ډزو وواژه.

دغه ځوان "نورالله" نومېده او د پروان ولايت په "پُل متک" سيمه کې د طالبانو له خوا په يوه پوسته کې ووژل شو.

د نورالله خپلوان وايي، چې نوموړی ملکي وګړی و او د کورنۍ هېڅ غړی یې د طالبانو پر ضد جګړه کې نه و.

دوی ویلي، چې نورالله په فارسي ژبه د خبرو کولو له امله وژل شوی دی.

د طالبانو له خوا د ملکي وګړو نیول، شکنجه او صحرايي محاکمه کومه نوې خبره نه ده. تر دې وړاندې هم دغې ترهګرې ډلې په لسګونو ځوانان په مختلفو پلمو وژلي دي.

Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...