د ملي مقاومت جبهه، لغمان: طالبانو په لغمان ولایت کې د ملي امنیت یو پخوانی کارکوونکی وژلی دی.
دغه کارکوونکی چې احمد سیار نومیږي، نن دوشنبه د سرطان په ۲۷مه د دې ولایت د قرغیو ولسوالۍ په بازار کې د طالبانو لخوا ووژل شو.
د طالبانو لخوا د پخوانیو امنیتي ځواکونو او حتی ملکي مامورینو هدفې وژنې او ترورونه دوام لري.
د عمومي بخښنې جعلي فرمان د دې ډلې له څېرې څخه پرده پورته کړې او دا یې وښوده چې طالبان په هېڅ ډول د دوی ژمنو ته پابند نه دي.