topbar 10 10px1

د اندراب قهرجنو لاريون کوونکو د طالبانو لخوا د يوه ماشوم د سر غوڅولو وروسته؛ د یادې ډلې له جګړه مارو سره فزیکي شخړه وکړه

د اندراب قهرجنو لاريون کوونکو د طالبانو لخوا د يوه ماشوم د سر غوڅولو وروسته؛ د یادې ډلې له جګړه مارو سره فزیکي شخړه وکړه
د ملي مقاومت جبهه؛ بغلان: د بغلان د ده صلاح ولسوالۍ سلګونو قهرجنو اوسېدونکو ددغې ولسوالۍ په کاسه تراش کلي کې د طالبانو لخوا د یوه ماشوم د سر پرې کولو په غبرګون کې پراخ لاریون وکړ.
 
دغو لاريون کوونکو د شمس الله غوڅ شوى سر او جسد د دې ولسوالۍ مرکز ته راوړى او له نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو له بنسټونو يې وغوښتل چې په دغو سیمو کې د طالبانو د ترهګرې ډلې لخوا د ملکي وګړو د جنایتونو او وژلو مخه ونیسي.
 
وروسته له هغه چې ناقل طالبانو د څوارلس کلن شمس الله د جسد چې د ده صلاح ولسوالۍ مرکز ته راوړل شوی و، سپکاوی وکړ، د اندرابي، کندهاری او هلمندي طالبانو ترمنځ جګړه رامنځته شوه.
 
دغې وحشي ډلې د اندرابيانو او خوستيانو په وهلو، جبري نيولو، وژنو او په ډله ييزو جبري مهاجرتونو سره خپل وحشتناکه څېره خلکو او نړۍ ته وښودله.
 
په دې ولسوالۍ کې قهرجنو اعتراض کوونکو خپلو مظاهرو ته تر اوسه دوام ورکړی دی.
Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...