تخار، د ملي مقاومت جبهه: ترهګرو طالبانو د تخار ولايت په مرکز تالقان ښار کې يو ځوان په ډزو شهيد کړ او د هغه ورور يې ټپي کړ.
دغه ځوان "حسين" نومېده او د تخار ولايت د فرخار ولسوالۍ څخه خپل ورور سره خپل کلي «نوآباد» په لور روان و چې د طالب جګړه مارو لخوا وويشتل شو.
دا په داسې حال کې ده چې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې هره ورځ د طالبانو لخوا د خلکو نيول، شکنجه کول، هدفي وژنې او د خلکو محاکمه دوام لري.