د ملي مقاومت جبهه، بغلان: د طالبانو وحشي ډلې په بغلان ولایت کې په پرلپسې ډول بشري جنایتونه کوي. په دې وروستیو کې دغو بهرنیو اجیرانو د بغلان ولایت په مربوطاتو کې له یوه ځوان څخه د هغه د کورنۍ په مخ کې سر پرې کړی دی.
دا پیښه تیره چهارشنبه د بغلان د اندراب د ده صلاح ولسوالۍ د قاسان درې د کاسه تراش په کلي کې رامنځته شوه.
دا ۱۷ کلن ځوان شمس الله نومیده. جګړه مارو طالبانو چې په وحشت او جنایت مشهور دي، له شمس الله څخه یې هغه مهال سر پرې کړ چې د دغې ډلې غړو په دغه سیمه کې کور په کور تلاشي پیل کړې وه.
طالبان د افغانستان د خلکو د دښمنانو په توګه له هیڅ جنایته ډډه نه کوي.
شمس الله له کومې ډلې سره تړاو نه درلود او د يوه ملکي وګړي په توګه يې عادي ژوند کاوه.