topbar 10 10px1

د ملي مقاومت جبهې سرتېرو لخوا د طالبانو پر رینجر د برید په پایله کې ۳ طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي

د ملي مقاومت جبهې سرتېرو لخوا د طالبانو پر رینجر د برید په پایله کې ۳ طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي
تخار، د ملي مقاومت جبهه: د ملي مقاومت جبهې زړورو سرتېرو د تخار ولایت د مرکز تالقان ښار په «ختایان» سیمه کې د طالبانو یو رینجر موټر په نښه کړ.
 
په دغه برید کې ۳ جګړه مار طالبان وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي.
 
دغه پيښه د دغه ښار په «نو اباد ختايان» کلي کې هغه وخت رامنځته شوه چې د طالبانو يو رينجر موټر په دغه سيمه کې په ګزمه بوخت و.
 
باید وویل شي، چې په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې د دغې ډلې د ترهګرو پر وړاندې د ملي مقاومت جبهې چریکي بریدونه زیات شوي دي.
Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...