تخار، د ملي مقاومت جبهه: ترهګرو طالبانو په تخار ولايت کې يو ګونګ سړی په ډزو وواژه.
دا پېښه د شنبې په ورځ د اسد په لومړۍ نېټه د دې ولایت د فرخار ولسوالۍ په "خانقا" کلي کې رامنځته شوې ده.
د دغه سړي نوم "محمد امین" و او د طالبانو لخوا د کورنیو چارو وزارت د تش په نوم تامیناتی مرستیال مولوي محسن هاشمي په امر وژل شوی دی.
وژل شوي کس ۳۸ کاله عمر درلود او پرته له کوم جرمه په نښه شوی دی.
د يادونې وړ ده، چې د محمد امين په څېر زیاتره هیوادوال؛ وحشي طالبانو په نورو ولايتونو کې هم وژلي دي.