بغلان، د ملي مقاومت جبهه: ترهګرو طالبانو د بغلان ولايت د خوست ولسوالۍ په دره چرخ فلک کې يوه ځوانه نجلۍ په ډزو سره ټپي کړې ده.
دا پېښه تېره ورځ (شنبه د اسد ۸مه) هغه مهال رامنځته شوه، چې دغې ځوانې نجلۍ غوښتل له خپل ورور سره له سیند څخه اوبه راوړي.
دا لومړی ځل نه دی چې طالبان دا ډول جنایت ترسره کوي، تر دې وړاندې هم د دغې وحشی ډلې کسانو په بېلابېلو ولایتونو کې ښځې، ماشومان او ځوانان له کوم دلیل پرته په ډزو وژلی دی.