د ملي مقاومت جبهه، کابل: د کابل ښار په لویدیځ کې د یوې چاودنې په پایله کې ۱۲ تنه وژل شوي او کابو ۲۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
دا چاودنه نن د جمعې په ورځ د اسد په ۱۴ مه د کابل ښار د شپږمې حوزې اړوند د سرکاریز سیمه کې شوې ده.
د دې چاودنې ټول قربانیان ملکي وګړي دي.
دا چاودنه په داسې حال کې کېږي چې دا مهال د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د تاسوعا او عاشورا مراسم روان دي.