topbar 10 10px1

د کابل په لوېدیځ کې د نن ورځې په چاودنه کې لږ تر لږه ۲۵ کسان وژل شوي

د کابل په لوېدیځ کې د نن ورځې په چاودنه کې لږ تر لږه ۲۵ کسان وژل شوي
د ملي مقاومت جبهه، کابل: د کابل په لویدیځ کې نن ماښام د یوې چاودنې په پایله کې تر ۲۵ زیات کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
 
دا چاودنه له شهید مزاري چوک څخه ۱۵۰ متره لرې د انګشتر فروشي په نوم مارکېټ ته څېرمه د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو له امله رامنځته شوې ده.
 
د دې چاودنې له ۱۰ تر ۱۵ قربانیان د ګوتو پلورونکي وو.
 
تېره ورځ د کابل ښار د شپږمې ناحیې اړوند سرکاریز سیمه کې هم چاودنه شوې وه. په دغه چاودنه کې هم تر ۱۰ ډېر کسان وژل شوي او لږ تر لږه ۲۰ نور ټپیان شوي وو.
Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...