بامیان، دملي مقاومت جبهه: له څه مودې راهیسې د طالبانو د ترهګرې ډلې قوماندانان او جګړه مار د شپې لخوا د هیواد په ولایتونو کې په غلاوو لاس پورې کوي.
په وروستۍ پېښه کې د دې ډلې جګړه مارو په بامیان ولایت کې له یوه صراف څخه ۵۰۰ زره افغانۍ نغدې پیسې غلا کړې دي.
درې ورځې وړاندې د دغه ولایت په مرکز کې له ۵۰۰ زره افغانیو او یو فرونر موټر سره نوموړی صراف ورک شو او له لټون وروسته معلومه شوه چې په بامیان کې د طالبانو د پنځمې لوا جګړه مارو هغه نیولی، نغدې پیسې یې ترې اخیستي او له ځانه سره بیولی دی.
دا صراف “نجیب" نومیږي او د غور ولایت د لعل و سرجنګل ولسوالۍ اوسېدونکی دی.
دا په داسې حال کې ده چې په نورو ولایتونو کې هم د طالب ترهګرو لخوا د خلکو د مالونو د غلا خبر ورکول کیږي.