د ملي مقاومت جبهه، بدخشان: د بدخشان ولايت په مرکز فيض آباد ښار کې د يوې چاودنې له امله څلور ترهګر طالبان ووژل شول او دوه نور يې ټپيان شول.
دا چاودنه پرون له غرمې وروسته د حمام روشن په کوڅه کې شوې ده.
چاودنه هغه مهال رامنځته شوه، چې په دې کوڅه کې د طالبانو یوه ډله راټوله شوې وه.
تر اوسه کومې ډلې د دې پېښې مسوولیت نه دی منلی.