topbar 10 10px1

طالبانو په تخار کې ۱۲ ملکي وګړي نیولي دي

طالبانو په تخار کې ۱۲ ملکي وګړي نیولي دي

د ملي مقاومت جبهه، تخار: د تخار ولایت په "فرخار" ولسوالۍ کې د ملي مقاومت جبهې د زړورو جنګیالیو له بریدونو وروسته، طالب جګړه مارو ۱۲ تنه ملکي وګړي نیولي دي.

وسله والو طالبانو دغه ملکي وګړي له ملي مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور نيولي او نامعلوم ځاى ته يې لېږدولي دي.

نيول شوي کسان د فرخار ولسوالۍ د خسده، چشمه ګرمک کليو او د "فرخار" ولسوالۍ د مرکز اوسیدونکي دي، چې له کومې ډلې سره تړاو نه لري.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو له دې وړاندې هم په "پنجشیر" او "بغلان" کې د خپلو جګړه مارو له مرګ ژوبلې وروسته ځايي خلک نیولي، شکنجه کړي او په ډزو یې وژلي دي.

Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...