د ملي مقاومت جبهه، بغلان: طالبانو د خپلو جنایتونو په دوام د بغلان ولایت په "خوست" ولسوالۍ کې شل تنه ملکي وګړي نیولي دي.
د ملي مقاومت جبهې د زړورو ځواکونو لخوا په دره خاووش، فارزو او خوش دره کې د لس طالب جګړه مارو له مرګ ژوبلې وروسته طالبانو دغه کسان نیولي او بیا سخت شکنجه کړي دي.
د يادونې وړ ده، چې دغې جنايتکارې ډلې مخکې هم له سختې ماتې وروسته د خوست او بغلان په ولسواليو او تخار او پنجشير ولايتونو کې ملکي وګړي نيولي او شکنجه کړي دي.