topbar 10 10px1

طالب جګړه مارو د "جاغوري" اوسیدونکي شکنجه کړي او ځورولي دي

طالب جګړه مارو د "جاغوري" اوسیدونکي شکنجه کړي او ځورولي دي

د ملي مقاومت جبهه، غزني: د طالبانو ترهګرې ډلې جګړه ماران له څه مودې راهیسې د غزني ولایت په جاغوري ولسوالۍ کې خلک شکنجه کوي او ځوروي او له هغوی څخه د وسلو غوښتنه کوي.

په دې ولسوالۍ کې طالبانو پخواني سرتېري او د هغوى د کورنۍ غړي وهلي او له هغوى يې غوښتي چې خپلې وسلې او نور پوځي تجهيزات دوى ته وسپاري.

طالبان د شپې پر مهال د خلکو پر کورونو اوړي او په زوره د دغو کلیوالو شخصي حریم ته ننوځي او د هغوی کورونه تالاشي کوي.

د يادونې وړ ده، چې طالبانو تر دې وړاندې هم په بېلابېلو ولايتونو کې بې ګناه خلک نيولي او د هغو د خلاصون په موخه يې له کورنيو وسلې غوښتې دي.

Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...