topbar 10 10px1

د ملي مقاومت جبهې ‌پنجشېر کې ۴۰ طالب جګړه مار ونیول

د ملي مقاومت جبهې ‌پنجشېر کې ۴۰ طالب جګړه مار ونیول

د ملي مقاومت جبهه، پنجشیر: په پنجشیر ولایت کې د ملي مقاومت جبهې د زړورو چریکانو او د ترهګرو طالبانو ترمنځ له سختې نښتې وروسته، څلویښت طالب جګړه مار اسیر شوي دي.

دغه طالبان د عنابې ولسوالۍ په «دره آرزو» کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې نیول ونیول شول او پنځه تنه نور یې په جګړه کې ووژل شول.

دغه جګړې نن سهار پيل شوې او تراوسه دوام لري.

په دې جګړه کې درې طالبان هم ټپيان شوي دي.

د یادولو وړ ده چې د ملي مقاومت د جبهې اتلانو د هیواد په بیلابیلو سیمو کې طالب ترهګر له درنې ماتې سره مخ کړي دي او د دغې ډلې زیاتره جګړه مار ټپیان، بندیان او نیول شوي دي.

Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...