د ملي مقاومت جبهه تخار: د تخار ولایت په اشکمش ولسوالۍ کې د طالبانو او د ملي مقاومت د جبهې د اتلو ځواکونو ترمنځ د سختې نښتې په پایله کې شپږ طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
دغه جګړه نن د غرمې په یوه بجه د اشکمش ولسوالۍ د انجيرستان په پنبک کلي کې پيل او تر اوسه پورې دوام لري.
دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو دوو اوونیو کې د ملي مقاومت جبهې ځواکونو په فرخار ولسوالۍ څو ځله بریدونه کړي، چې ظالم دښمن ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
اوس د ملي مقاومت د جبهې آزادو ځواکونو په اشکمش او چال ولسوالیو کې د طالبانو د وحشي او مزدورې ډلې پر وړاندې د ازادۍ بیرغ پورته کړی دی او په میړانه مقاومت کوي.