topbar 10 10px1

طالبانو په کندز کې د پخواني حکومت د ملي امنیت د ۰۹ قطعې یو غړی په ډزو وواژه

طالبانو په کندز کې د پخواني حکومت د ملي امنیت د ۰۹ قطعې یو غړی په ډزو وواژه

کندز، د ملي مقاومت جبهه: ترهګرو طالبانو په کندز کې د پخواني حکومت د ملي امنیت د ۹مې لوا غړی سمیع الله پنجشیري په ډزو وواژه.

طالبانو "سمیع الله" د دوشنبې په ورځ د اسد په ۲۴مه د دې ولایت د امام صاحب ولسوالۍ په «کوچه پنجشیری» سیمه کې د ملي مقاومت له جبهې سره د همکارۍ په تور د خپل کور مخې ته په مرمۍ وواژه.

خو د هغه خپلوان وايي، چې سميع الله د جمهوريت له سقوط وروسته په شخصي کاروبار بوخت و او له کومې ډلې سره يې اړيکې نه درلودې.

د يادونې وړ ده، چې طالبان په منظم ډول په بېلابېلو پلمو پخواني دولتي ځواکونه بنديان، شکنجه او وژني.

Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...