د ملي مقاومت جبهه، تخار: د تخار په رستاق ښار کې د ملي مقاومت جبهې ځواکونو د کمین په پایله کې څلور تنه مزدور طالبان وژل شوي دي.
دا پېښه تېره شپه ۱۱ بجې د دغه ښار په «سر رستاق» کلي کې رامنځته شوې ده.
په دغه بريد کې د ترهګرو طالبانو څلور ميله وسلې هم د مقاومت ځواکونو لاس ته ورغلې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې هم د دغه ولایت په "کلفګان" ولسوالۍ کې په دوو بریدونو کې دوه طالبان وژل شوي وو او د دې ډلې یو "رینجر" لمنځه تللی و.