د ملي مقاومت جبهه، تخار: د ملي مقاومت جبهې زړورو ځواکونو په تخار کې د طالب ترهګرې ډلې پر پوستو د حملو په دوام، په مرکز تالقان ښار کې یو بل برید ترسره کړ. دغه غلچکي برید کې دوه طالب جګړه مار ووژل شول او یو بل ټپي شو.
دا برید تېره شپه د «ملا نور محمد» په کلي کې د طالبانو پر یوه قرارګاه شوی دی.
په دغه بريد کې د طالبانو پنځه ميله وسلې د ملي مقاومت جبهې ځواکونو لاس ته ورغلې دي.
باید وویل شي، چې په تېرو دوو ورځو کې د دغه ولایت په "کلفګان" او "رستاق" ولسوالیو کې هم د طالبانو پر پوستو دوه بریدونه شوي دي.