د ملي مقاومت جبهه، تخار: ترهګرو طالبانو د ملکي خلکو د خپلسري نیولو په دوام کې یو ځل بیا په تخار ولایت کې د ملي مقاومت جبهې سرتېرو لخوا ددوی پر پوستو له برید وروسته، تر ۴۰ زیات ملکي وګړي بندیان او شکنجه کړل.
طالب جګړه مارو د تخار ولایت د مرکز تالقان ښار په شمال لویدیځ کې د قومندان نورمحمد په کلي کې د کورونو په پلټنه کې تر ۲۰ زیات ملکي وګړي او د دغه ولایت په رستاق ولسوالۍ کې هم ۲۰ تنه نور ملکي وګړي نیولي دي.
طالبانو دغه ملکي وګړي د ملي مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور نيولي دي.
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم طالب اشغالګرو له ملي مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور په فرخار او ورسج ولسوالیو کې ملکي وګړي نيولي او شکنجه کړي دي.