د ملي مقاومت جبهه، تخار: د تخار ولایت په مرکز تالقان ښار کې دوه طالبان وژل شوي دي.
دغه کسان د دغه ښار په دويمه ناحيه کې د پلټنو پر مهال په نښه شول.
د طالبانو د اشغال تېر يوه کال کې د افغانستان په بيلابيلو سيمو کې د دغې ډلې غړي د خلکو لخوا په نښه شوي دي.
دغه بریدونه د هرې ورځې په تیریدو سره زیاتیږي او دا ددغې ترهګرې ډلې په وړاندې د خلکو او هیوادوالو کرکه څرګندوي.