د ملي مقاومت جبهه، پکتیا: د پخوانیو عسکرو د وژلو په دوام ترهګرو طالب جګړه مارو په پکتیا ولایت کې یو پخوانی پولیس افسر په ډزو وواژه.
دغه پېښه تېره ورځ د سنبلې په شپږمه د دې ولايت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
د دغه پخواني افسر نوم "ممتاز" و او د "ابراهیم" په نوم د طالبانو د یوه قوماندان لخوا د خپل کور مخې ته وویشتل شو.
د يادونې وړ ده، چې طالبان په بېلابېلو ولايتونو کې د کور د پلټنې په پلمه د پخوانيو پوځيانو په لټه کې دي او تر اوسه يې څو تنه پخواني پوځيان نيولي دي.