topbar 10 10px1

په پنجشېر کې د ملکي وګړو د وژنې دوام؛ طالبانو يو تن له شکنجه کولو وروسته په ډزو وواژه

په پنجشېر کې د ملکي وګړو د وژنې دوام؛ طالبانو يو تن له شکنجه کولو وروسته په ډزو وواژه
د ملي مقاومت جبهه، پنجشیر: طالب جګړه مارو په پنجشیر ولایت کې یو ملکي وګړی تر شکنجه کولو وروسته په ډزو وواژه.
 
دا پېښه د چهارشنبې په ورځ د سنبلې په ۹ مه د دې ولایت د خنج ولسوالۍ په "خارو" کلي کې شوې ده.
 
ترهګرو طالبانو د دغه کس جسد تر شکنجې او ډزو وروسته سیند ته غورځولی دی.
 
د هغه خپلوان وايي، چې د وژل شوي کس نوم اغا محمد و او له کومې ډلې سره يې تړاو نه درلود.
 
د يادونې وړ ده، چې وحشي طالبانو تر دې وړاندې هم په پنجشير ولايت کې له ملي مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور سلګونه ملکي وګړي نيولي، شکنجه کړي او بیا یې په ډزو وژلي دي.
Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...