topbar 10 10px1

په هرات کې ځانمرګي برید د مولوي مجیب الرحمن انصاري په ګډون ۴۶ کسان ووژل

په هرات کې ځانمرګي برید د مولوي مجیب الرحمن انصاري په ګډون ۴۶ کسان ووژل
د ملي مقاومت جبهه، هرات: د سنبلې په ۱۱ مه د جمعې له لمانځه وروسته د هرات ښار د ګازرګاه جومات مخې ته د ځانمرګي برید په پایله کې ۴۶ تنه ووژل شول او ۸۶ نور ټپیان شول.
 
د دغه ځانمرګي برید اصلي هدف د هرات د ګازرګاه جومات خطیب مولوي "مجیب الرحمن انصاري" و، چې له خپلو پنځو ساتونکو سره یوځای ووژل شو.
 
ځانمرګي بریدګر د مولوي انصاري لاس ښکلولو پر مهال ځان ته چاودنه ورکړه.
 
د هرات ولایت په ګازرګاه کې د جامع جومات خطیب مجیب الرحمن انصاري هغه مهال ځانمرګی برید وشو چې له خپل کور څخه جومات ته روان و.
 
دا چاودنه په داسې حال کې شوې چې په هرات کې د طالبانو د ترهګرې ډلې اقتصادي غونډه جوړه شوې وه.
Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...