د ملي مقاومت جبهه، تخار: په تخار ولایت کې د طالبانو د تروریستي ډلې یو قومندان قاري صفي الله چې په معاذ مشهور و، د طالب ضد چریکانو په کمین کې ووژل شو.
دا پېښه تېره ورځ د تخار ولایت د دشت قلعه ولسوالۍ په شهر کهنه کې رامنځته شوې ده.
قاري معاذ په پنجشیر ولایت کې د طالبانو د ترهګرې ډلې د استخباراتو غړی و او څو ورځې وړاندې د تخار ولایت دشت قلعه کې خپل کور ته تللی و.
له دغه طالب جګړه مار څخه يو ميل کلاشنیکوف هم ترلاسه شوى دى.
د يادونې وړ ده، چې تردې مخکې په تخار کې د طالبانو د مخالفې جبهې لخوا د اشغالګرو طالبانو څو نور غړي هم وژل شوي وو.